د لاس رسي وړ اتصالات

دوه تنه نیپالیان چې په افغانستان کې تښتول شوي وویو يې خوشئ شوئ او بل یې مړ پیدا شوئ


افغاني مقامات وایي چې دوه تنه نیپالیان چې په روانه میاشت کې په افغانستان کې تښتول شوي وو یو يې خوشئ شوئ او دبل یې مړئ پیدا کړئ دئ.

د افغانستان د کورنیو چا رو د وزارت کفیل صدیقي نن وویل چې مقاماتو ژوندئ نیپالئ او د هغه د ملگري مړئ نن نا وخته پیدا کړل. داسې ښکاري چې دا یو نیپالئ د تښتونې په موده کې په مرض مړ شوئ وي.

دغه سړي د فېبروري د میاشتې په یوولسم تاریخ سهار وختي د کابل په ښار کې چا تښتولي وو. دوی دمرستې د رسولو د یوې برتانوۍ کمپنۍ محافظان وو او کار ته تلل چې وتښتول شول.

د تېرې مې راهیسی چا په کابل کې څو ک نه ووتښتولي. په تېره مې کې جنایت کارانو د مرستو رسولو یو ایټالوي کار کونکئ درۍ هفتې یرغمل کړئ ؤ او بیا یې روغ رمټ خوشئ کړ.

XS
SM
MD
LG