د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایی د هند سره ذروی تړون  یو غټ او مهم اقدام دی


د امریکا یو لوړ رتبه مامور وایی چی د هند او امریکا تر منځ ذروی همکاری د ذروی ټیکنالوجۍ د کنټرولولو په لار کی یو مهم اقدام دی .

ددې تړون د پاره د امریکا د مرکچي هیات رئیس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال نیکولاس برنز وایی هند به د اول وار د پاره خپل ملکی ذروی ریکټورونه او نورمربوط تسهیلات د اټومی انرژۍ بین المللی مۍسسې ته خلاص پریږدی چی تفتیش یې وکړی . هغه وویل چی ددې مؤسسې رئیس محمد البرادعی ددې تړون سره خپل ملاتړ څرگند کړی دی . ښاغلئ برنز وایی چی د امریکا حکومت به نن د کانگرس غړو ته ددې تړون په باره کی معلومات ورکړی او هیله لری چی هغوی به د امریکا د قوانینو د بدلیدو سره هر کله چی یې ضرورت پېښ شی موافقه وکړی .

هغه وایی چی دا تړون د امریکا دمتحده ایالاتو د پاره هم تجارتي گټي لری ځکه چی هند انرجۍ ته ضرورت لری او امریکا ټیکنالوجی لری . د امریکا په کانگرس کی ددې تړون مخالف وکیلان وایی چی دا تړون داسی هیواد ته جایزه ورکوی چی هیڅکله یې د اټومی وسلو د نه خپریدو تړون نه دی لاسلیک کړی او په ١٩٩٨ کال کی یې د ذروی وسلو آزمویني کړی دي .

XS
SM
MD
LG