د لاس رسي وړ اتصالات

په  کندهار کی د بم چاودنه


افغان پولیس وایی د هغه هیواد په جنوب کی دکندهار په ولایت کی یوه سرتیری بم چونکی پر یوه کانادایی پوځی کاروان باندی حمله کړی چی پکی د اییتلافی قواو څو تنه زخمی شوی دی. مقامات وایی دا چاودنه نن د ‏(‎دامان‏)‎ په سیمه کی وشوه چی د کندهار د ښار نه پنځلس کیلو متره جنوب پلو پروت دی او د هغه هوایی ډگر نه چی د کانادایی عسکرو قرارگاه ده لس کیلو متره لری دی .

پوځی مامورین وایی پدی چاودنه کی پخپله سر تیری بم چونکی وژل شوی او د اییتلا فی قواو پنځه تنه زخمی شوی د ی.

د طالبانو د پرځول شوی حکومت یو ه نطاق ددی حملی مسولیت په غاړه اخستی دی. کانادا په کندهار کی چی د طالبانو کلک مرکز و دوه زره دری سوه عسکر اچولی دی. په وروستیو میاشتو کی د طالبانو له خوا څو څو ځلی پدی عسکرو باندی حملی شوی دی.

په یوه بله جگړه کی چی د هلمند د ولایت د پولیسو او یاغی طالبانو تر منځ وشوه ، اته تنه یاغی طالبان وژل شوی او لس تنه نور نیول شوی دی. مقامات وایی دا جگړه هغه وخت پیل شوه چی طالبانو د پولیسو د موټر په یوه قطار باندی پټه حمله وکړه او څلور پولیسان یی زخمی کړل.

XS
SM
MD
LG