د لاس رسي وړ اتصالات

د انفلونزا مرگانی وایروس په افغانستان کی هم پیدا شوی د ی


ملگری ملتونو او د افغانستان حکومت اعلان کړی چی د مرغانو د انفلونزا مرگانی وایروس په افغانستان کی هم پیدا شوی د ی.

مامورینو نن وویل چی په ایتالیا کی یوه لابراتوار دا تایید کړله چی د شپږو سمپلونو د معایناتو نه دا ثآبته شوه چی د ‎ اچ پنځه ان یو ‏ وایروس پکی موجود وو. مامورین وایی چی دا سمپلونه د کابل نه تر لاسه شوی وو ، مگر شپږ نور سمپلونه چی د کندهار او کندز د ولایتونو نه اخستل شوی وو په هغو کی دا مکروب موجود نه وو. په افغانستان کی دا ناورغی تر اوسه پوری انسانانو ته نده رسیدلی.

په هند کی ٧٥ زره مرغان د هغه هیواد د مهاراشترا په ایالت کی چی د مرغانو ناروغی پکی لیدل شوی ، وژل شویدی.

XS
SM
MD
LG