د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو دمشر ملا محمد عمر هوډ 


د طالبانو مشر ملا محمد عمر هوډ کړی چی په افغانستان کی به د خارجی عسکرو په مقابل کی سر سختی جگړی او تشدد ته دوام ورکوی. ‏‎محمد حنیف ‏چی ځان یی د طالبانو نطاق باله د ملا محمد عمر بیانیه نن خبریالانو ته په تیلفون کی ولوسته .

په بیانیه کی ویل شوی دی چی په لسهاو ځلمی افغانان د سرتیرو په توگه نومونه ورکوی. په بیانیه کی دا هم ویل شوی دی چی د هوا په تودیدو سره به خارجی عسکر د ډیر سخت مقاومت سره مخامخ شی .

په افغانستان کی دا جگړی عموماً هغه وخت زور اخلی چی د ژمی واوری ویلی شی او د غرونو دری پاکی شی.

د اییتلافی قواو یوه نطاق ډگروال جیمز یانتس ‏ وویل چی دی هم ددی حملو توقع لری او د یاغیانو په ضد عملیات به د پلان سره سم دوام ولری.

تیر کال په افغانستان کی د یاغیانو په حملو کی څه دپاسه ١٥٠٠ کسه وژل شیودی چی دا د یو دپاسه دوه زرم کال نه را پدی خوا چی اییتلافی قواو د طالبانو حکومت را نسکور کړ تر ټولو زیات مرگ ژوبله ده.

XS
SM
MD
LG