د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کسانو د پولیسو پر یوه پخوانی قوماندان باندی  ډزی وکړی او ویی واژه


پداسی حال کی چی په د افغانستان په شمالی برخه کی د سوله ساتونکو قواو یوه کتار ته نږدی چاودنه وشوه د افغانستان په جنوب کی پر یوه موټر سایکل باندی سورو وسله والو کسانو د پولیسو پر یوه پخوانی قوماندان باندی ډزی وکړی او ویی واژه.

پولیس وایی عبدالله خان د پنجشنبی ورځی په ماسپښین کله چی یی د کندهار شمال پرقی برخه د زابل په ولایت کی خپل موټر چلاوه ووژل شو.

پولیس وایی دوه تنو وسله والو کسانو چی پر یوه موټر باندی سپاره و پر ښاغلی عبدالله خان باندی ډزی وکړی او وتښتیدل.

د ښاغلی خان د وژلو اصلی هدف چی اتلس میاشتی مخکی د زابل د پولیسو د قوماندان په توگه یی دنده تر سره کوله لا ندی معلوم.

پولیسو ددی مسلی په ارتباط شپږ مشکوک طالبان نیولی دی خو دا نده معلومه چی دی کسانو په سیمه کی دتشدد په پیښو کی لاس درلود او که نه .

په عین وخت کی د بدخشان په ولایت کی هم د سوله ساتونکو قواو کاروان ته نږدی بم وچادوید یو موټر ته یی زیان ورساوه خو څوک پکی مړه یا زخمی شوی ندی .

XS
SM
MD
LG