د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور ریس حامد کرزی سفر ترکیی ته


د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی د تررزم سره د مبازری دپاره د نړیوالی ټولنی نه د کلک ملاتړ غوښتنه کړی .

ښاغلی کرزی نن د ترکیی په نړیوال کنفرانس کی د بیلو هیوادونو نه راغلو هیاتونو ته وویل چی تررزم د نن ورځی معاصری نړی تر ټولو غټ خطر دی.

هغه وویل نړیوال تررزم داسی یو خطر دی چی په ضد مبارزه کی یی باید د نړی ټول ملکونه سره یو شی او په گډه کار وکی .

د افغانستان جمهور ریس ښاغلی کرزی وویل په تررزم کی نه د مذهب نه د عنعنی او نه هم ملی ارزښتونو مراعت کیږی.

هغه په انقره کی د کنفرانس شاملو هیاتونو ته وویل چی دی د مطبوعاتو د اسلامی تررزم د اصطلاح سره مخالف دی . هغه وویل اسلام د سولی دین دی او تررزم د کرکی نه سر چینه اخلی.

ښاغلی کرزی د نړیوال تررزم پر خلاف کنفرانس کی چی په ترکیه کی دایرشوی دی یو وینا کونکی و.

پدی کنفرانس کی د اتیاو ملکونو نه هیاتونه ورغلی دی . د متحده ایالاتو د هیات مشری د پوځی قواو لوړ رتبه مامور جنرال پیتر پیس په غاړه لری چی پدی دوه ورځنی کنفرانس کی به دی هم وینا وکی .

XS
SM
MD
LG