د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان باندی د پاکستان احتجاج


پاکستان په افغانستان باندی سخت احتجاج کړی چی وویلی یی دی افغان قواو ددی اونی په پیل کی شپاړس ملکی پاکستانیان وژلی دی.

یوه افغان قوماندان عبدالرزاق ویلی و چی د هغه عسکرو د سه شنبی په ورځ شپاړس تنه مشکوک یاغی طالبان چی غوښتل یی د پاکستان نه افغانستان خاوری ته واوړی وژلی دی.

هغه وویل په وژل شویو کسانو کی د طالبانو هغه دوه تنه قوماندانان هم شامل و چی پخوا یی هم د حملو پلانونه جوړ کړی و .

خو پاکستانی مامورین وایی چی دا وژل شوی کسان ملکی خلک و چی د نوروز میلی دپاره یی غوښتل افغانستان ته سفر وکی .

د قربانیانو ځینو مړی د پاکستان سرحدی ښار چمن ته انتقال شوی دی .

د افغانستان او پاکستان تر منځ تاو تریخوالی ورځ په ورځ زیاتیږی .

افغانستان پر پاکستان باندی پړه اچوی چی د هغو تندروانو د مخنوی دپاره چی په پاکستان کی دیره دی او له هغه ځایه افغانستان ته وراوړی او هلته تررستی حملی کوی پوره زیار نه اوباسی.

XS
SM
MD
LG