د لاس رسي وړ اتصالات

دعبدالرحمان په باره کی د محکمې په فیصلې اعتراضي مظاهرې


افغان مقامات وايي چې د افغاتستان په یوه شمالي ولا یت کې سلگونو خلکو د محکمې پدې فیصلې اعتراضي مظاهرې وکړې چې یو افغان يې چې عېسویت ته اوښتۍ او کېدای شو چې اعدام شي خوشئ کوي.

د مذهبي مشرانو پر مخکښۍ څو سوه مظاهره کونکو شعارونه ورکول چې مړ دې وي بوش او دغه راز لوېدیځ یې پدې غانده چې د افغانستان په چارو کې مداخله کوي.

دا مظاهرې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې د افغانستان یوې محکمې دعبدالرحمان دوسیه چې عیسوئ شوئ مسترده کړې او د هغه دوسیه یې د زیات غور دپاره څارنوالۍ ته ليگلی ده. ځېنې مقامات دا هم وایي چې کېدای شي هغه بېخي خوشئ شي.

ځینې مذهبي مشران ټینگار کوي او وایي چې باید عبدالرحمان د مرتد کېدو په وجه پنځلس کاله مخکې اعدام شوئ وای. ځینو بیا ویلي چې که هغه بېرته مسلمان نشي نو خلک به یې وژلو ته وپاروي.


XS
SM
MD
LG