د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا به ایران نه  داسرائیلو په ژغورلو کې له نظامی طاقت نه کار واخلی


جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش وائې، امریکا به په ایران کې د اخوندانو د رژیم نه داسرائیلو په ژغورلوکې دنظامی قوت نه کارواخلی . جمهوررئیس بوش وائې له ایران نه چې تهدید مخامخ دی هغه دادی چې غواړی زموږ قوی متحد اسرائېل تباه کړی، البته دا ددوی بیان شوی هدف دی . دایوجدی گواښ دی . دادنړۍ سولې ته تهدید دی، دا په یولحاظ قوی اتحاد ته گواښ دی . ماداخبره څرگنده کړیده ، زه به ئې بیا واضح کړم ،موږبه دخپل متحد اسرائیلو په ژغورلوکې دنظامی طاقت نه کارواخلو .

ښاغلې بوش دایران داتمی پروگرام په باره کې هم خبری وکړی چې امریکا او نور ملکونه پدی عقیده دی چې په پټه اتمی وسلی جوړوی . جمهوررئیس بوش وائې ایرانیان باید داتمی وسلو دجوړولو پروگرام ونه لری اویا داسی پوه ونلری چې دهغی نه دداسی یوشی په جوړولو کې کارواخلی چې کیدای شی په اتمی وسلو کې پکار شی .

دملگرو ملتونو دامنیت شورا دایران د اتمی وسلو په موضوع باندی غور کوی . دامنیت شورا دایران په خلاف د اقتصاد بندیزونو دلگولو قدرت لری . جمهور رئیس بوش وائې، دده هدف دادی چې دغه موضوع په ډیپلوماتیکه طریقه حل شی .ځکه نو زموږ پیغام باید متحد پیغام وی، داباید یوازی د امریکا پیغام نوی مگر بریتانیه ، فرانسه او المان هم او همدغه راز هیله ده چې روسېه او چین ایرانیانو ته په لوړ اواز او څرگند ووائې چې دغه سلوک دمنلو وړندی . ستاسی دغه هیله چې غواړی اتمی وسلی ولری دمنلو وړنده .

ښاغلئ بوش وائې، دا مهمه ده چې اوس د ایران د اتمی پروگرام سره په ډیپلوماتیکه توگه چال چلند وشی . جمهور رئیس بوش وائې، دلیل واضح دی اوهغه دادی چې که ایرانیان اتمی وسلی لری نو کیدای شی چې دوی نړۍ دخوږی گوتی ونیسی .


XS
SM
MD
LG