د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی ځان مرگی چاودنه


یوه بل سرتیری بم چونکی د افغانستان په جنوبی برخه کی وروسته له هغه ووژل شو چی په موټر کی یی بم ، چی غوښتل یی پر افغان پوځی کاروان باندی یی ور برابر کی د وخته مخکی وچاوده.

دا پیښه هم د کندهار په ولایت کی چی د پنجشنبی په ورځ هم پکی یو ه حمله شوی وه وشو په مخکنی حمله کی یوه بل سرتیری بم چونکی د اییتلافی قواو پر کاروان باندی حمله وکړه ، پخپله پکی ووژل شو او اوه تنه افغان او یو کانادایی عسکر پکی زخمی شول.

افغان مقاماتو د پاکستان سره په سرحدی سیمه کی د تیر ی اونی د پیښی په باب چی شپاړس کسه پاکستانیان پکی ووژل شول د افغان امنیتی لوړ رتبه مامور نه تحقیقات پیل کړی دی.

د کندهار و الی اسداله خالد چی دا پیښه د مارچ په یو ویشتمه د هغه په ولایت کی شوی وه وایی د سپین بولدک د سیمی امنیتی مامور له کار بر طرفه شوی او تحقیقات تری کیږی.

یو بل مامور عبدالرزاق وایی د ده عسکرو شپاړس تنه مشکوک یاغی طالبان وروسته له هغه ووژل چی د پاکستان نه د افغانستان خاوری ته ور دننه شوی و.

خو پاکستان وایی چی دا وژل شوی کسان ملکی خلک و چی د نوروز د نمانځلو دپاره افغانستان ته تلل سیمه ایز افغانان او پاکستانیان چی په نږدی سیمه چمن کی اوسیږی د پاکستان داخبره تاییدوی .

دا پیښه پداسی وخت کی وشوه چی د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکی د کابل د څوڅو وارو شکایتونو په وجه چی وایی پاکستان د سرحد نه د یاغیانو د اوښتلو په مخنوی کی هیڅ څه هم نه کوی، خړی پړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG