د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی د پرونیو نښتو  د قربانیانو اصلی شمیر


پاکستان وایی چی پرون په شمالی وزیرستان کی د امنیتی قواوو او مبارزینو سره جگړو کی تقریبآً څلویښت تنه مبارزین وژل شوی ، نه شپاړس تنه چی د مخه یی رپوټ ورکړ شوی و.

عسکرو چی توپ لرونکو هلیکوپترو یی ملاتړ کاوه د افغانستان سره سرحد ته نږدی د مبارزینو د پټیدوپه ځایونو باندی وروسته له هغه حمله وکړه چی د یاغیانو د راکټونو په حمله کی څلور عسکر ووژل شول.

د اردو یوه نطاق جنرال شوکت سلطان وویل چی پدی عملیاتو کی د طالبانو طرفدار تقریباً ١٩ مبارزین ژوندی نیول شوی دی.

د پاکستان جمهور ریس پرویز مشرف هغو خارجی مبارزینو ته چی په وزیرستان کی یی ځانته د پټیدو ځایونه پیدا کړی دی خبر داری ورکړی دی چی ددغی سیمی نه ووځی که نه نو وبه وژل شی.

هغه دغه راز وعده کړی چی که محلی خلک خارجی مبارزینو ته پناه ځایونه ورنه کړی نو ددوی د سیمی د آبادیدو دپاره به اضافی پیسی ورکړ شی.

تیره میاشت د پاکستان امنیتی قواو په شمالی وزیرستان کی تقریباً دوه سوه مبارزین او د هغوی محلی طرفداران د هغی مبارزی په لړ کی ووژل چی غواړی دا سیمه د یاغیانو نه پاکه کړی.

XS
SM
MD
LG