د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلئ کرزی نوی ډیلی ته رسیدلی دی


دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی هند ته رسیدلی دی . توقع ده چې ښاغلئ کرزی به په سیمه ایزه امنیت او اقتصادی پرمختگ باندی خبری وکړی .

ښاغلئ کرزی به سبا دهند دصدراعظم من موهن سنگه سره خبری وکړی . دواړه مشران غواړی چې د جنگ ځپلی افغانستان دبیا ودانولولپاره دهند دمرستو پوری مربوط موافقی لاس لیک کړی. هند لاپخوادافغانستان سره دپنځه سوه پنځوسو ‏(‎ ٥٥٠ ‏)‎ میلونو ډالرودمرستی وعده کړیده .

ښاغلې کرزی به دخپل څو ورځنی سفر په موده کې په میلمستیاگانو او هغو غونډو کې برخه واخلی چې د اقتصادی او تجارتی پرمختگ په باب جوړیږی او حیدراباد ته به هم ولاړشی او هلته به د ټکنالوجی مرکز ووینی .

XS
SM
MD
LG