د لاس رسي وړ اتصالات

د راکټ گزار شپږ زده کونکي وژلي


د کنړ د ولایت چارواکي وایي چې په یوه ابتدایي مکتب کې راکټ لگېد لئ، شپږ شاگردان یې وژلي او کم تر کمه څورلس کسه یې زخمیان کړیدي.

د کنړ دولایت په مرکز اسعد آباد کې چارواکي وایي چې په ښار باندې د دوو راکټونو گزارونه وشول . یو راکټ د ښونځي په انگړ کې ولگېد او دویم راکټ مرگ ژوبله ندرلوده. دغه مکتب اصلاً د یوه جومات په انگړ کې ؤ.

ددې حملې مسؤلیت چا په غاړه ندئ اخیستئ،خوخلک پوهېږي چې طالبان او طرفداران یې هلته فعال دي او د حکومت پر خلاف حملې کوي.

دا نده معلومه چې د حملې هدف مکتب ؤ او که بل ځاي.

په یوه بېله پېښه کې د جلال آبد په ښار کې د سرک په غاړه بم چاودلئ او پنځه تنه یې زخمیان کړیدي

XS
SM
MD
LG