د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهارکې دېوې جگړی په ترڅ کې ۴١ طالبان او شپږ تنه افغان پولېسان وژل شویدی


افغان چارواکی وایی د کندهار په جنوب لوېدېځه برخ کې دېوې خونړی جگړی په ترڅ کې ۴١ طالبان او شپږ تنه افغان پولېسان وژل شویدی.

د کندهار والی اسدالله خالد نن د شنبی په ورځ خبرېالانو ته ووېل دغی جگړې د جمعی په ورځ ټوله ورځ دوام درلود. رپوټ وایی په دې تېرو څومېاشتو کې دا ترټولو سخته جگړه بلل کېږی او دېاغېانو د زېاتېدونکوعملېاتو په مقابل کې د ځواب په نتېجه کې پېښه شوه.

دامرېکا د پوځ نطاق برېد من کوډي وایی دامرېکا هېلېکوپټرونو د راکټونو په ډزو باندی د افغان قواو ملاتړ وکړ.

د کندهار والی خالد ووېل نهه تنه پولېسان او ېو زېات شمېر طالب ېاغېان زخمېان شول خو خارجی قواو ته د سر اومال زېان ندی وررسېدلی. هغه ووېل دېارلس مشکوک طالب ېاغېان د جمعی په ورځ ونېول شول.

رپوټ دوالی له قوله وایی چې دا حمله د استخباراتو د هغه رپوټ پر بنا سوې وه چې طالب ېاغېان پر کندهار باندی د حملی نېت لری.

XS
SM
MD
LG