د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا اردو د گوانتانامو د زندان د ٥٥٨ بندیانو د نومونو یو لیست خپور کړی دی


د امریکا اردو د هغو څه د پاسه ٥٠٠ کسانو چی د گوانتانامو په زندان کی د تروریستي جنایاتو په تورونو بندیان دی لومړنی لیست خپور کړی دی .

په دې سند کی د لږ تر لږه څلویښتو ملکونو نه د ٥٥٨ کسانو نومونه او د هغوی هیوادونه ذکر شوي دي . یوې خاصي نظامی محکمې ددښمنو مبارزینو په توگه د هغوی په دریځ باندی غور کړی و.

دغه لیست چی پرون خپور شوی بشپړ نه دی . اردو وایی چی د گوانتانامو په دی زندان کی چی څه د پاسه څلور کاله پخوا تاسیس سوی دی ټول ٧٥٠ تنه وو .

په دغه لیست کی د بندیانو تر ټولو زیاته برخه د سعودی عربستان دي چی شمیر یې ١٣٢ تنه کیږی او تر هغه وروسته ١٢٥ افغانان دي. په ٥٥٨ بندیانو کی یواځي په لسو تنو باندی رسمی تورونه لگیدلي دي .


XS
SM
MD
LG