د لاس رسي وړ اتصالات

لږ تر لږه سل تنه د نېپال په پاېتخت کټمنډو کې له پولېسو سره په شخړو کې زخمېان شویدی


لږ تر لږه سل تنه د نېپال په پاېتخت کټمنډو کې له پولېسو سره په شخړو کې زخمېان شویدی. تر سلو زرو نه زېاتو کسانو په تلو رتلو بندېزونه مات کړیدی او د هغه امرپروایی هم نده کړی چې که څوک د باچا گېانندرا پر خلاف مظاهر ه کې برخه واخلی نو ځای په ځای به ووېشتل شی. ډاکټران وایی زخمېان زېاتره د بېهوشه کوونکو گازو په گولېو لگېدلی ووېا په بهېروبار کې تر پښو لاندی شوی وو. ېوازې ېو څو تنو د گولېو زخمونه لرل. پولېسو ډزې هم وکړې او گازی گولۍ ېې هم استعمالولې.

مظاهره چېان د شاهی قصر په لور چې سخته ساتنه ېې کېږی روان وو. کله چې مظاهری شدت وکړ نو د موباېل تېلېفونومرکزونو خپل کاروبار بند کړ. نن د وخته د نېپال اوو گوندونو اېتلاف په خپلو کې غونډه وکړه او د دېموکراسی د احېا لپاره ېې د باچا گېانندرا پلان رد کړ.

پردی سر بېره باچا گېانندرا له مخالف اېتلاف نه د جمعی په ورځ غوښتنه وکړه چې سړی د لومړی وزېر په توگه ونوموي او وعده ېې وکړه چې څو گوندېزه دېموکراسی به ژر تر ژره منځته راولی. خو داېتلاف گوندونه وایی چې دوی غواړی چې ېوه داسی شوری انتخاب کړی چې نوی اساسی قانون جوړ کړی او هغوی به په نوی اساسی قانون کې ېا پاچهی له منځه ېوسی او ېابه باچا ته تش په نامه دپاچهی لقب او دودونو د تر سره کولو وظېفه وروسپاری.

XS
SM
MD
LG