د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کی د مارغانو د والگی مرض


پاکستان ویلی دی چی دوی اسلام اباد سره نیزدی د چرگانو په یو فارم کی د مارغانو د والگی د وژنکی مرض د خوریدو نه پس تراوسه د ۴٠ زرو نه زیات چرگان ذبحه کړیدی.

د پاکستان د خوراک کرنی او مالدارئ وزارت ویلی دی چی دا خبره تصدیق شوی چی پایتخت سره نیزدی د چرگانو لږ تر لږه اتو فارمونو کی ددغه مرض جراثیم موجود دی

په اول ځل پاکستانی مقاماتو تیره میاشت په صوبه سرحد کی د مارغانو د والگی د مرض د خوریدو تصدېق کړی و. خو تراوسه کوم انسان ته د دی مرض د لگیدو کوم خبر نه دی ورکړل شوی. د پاکستان په گاونډیو ملکونو ایران. هند او افغانستان کی هم د مارغانو د والگی د خوریدو راپورونه خپاره شویدی.

XS
SM
MD
LG