د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبې افغانستان په دوو نښتو کې اته‏‎ طالبان وژل شویدی


افغان مامورین وائې چې دهیواد په جنوب کې په دوو جلا نښتوکې اته‏‎ طالب جنگیالی وژل شویدی .

پوځی اعلامیه وائې چې د امریکا په مشری د قواو الوتکو پرون دهلمند ولایت د لشکرگاه په سیمه کې د طالبانو یومرکز په توغندیو وویشت او بمباری ئې پری وکړه . مامورین وائې چې دری مشکوک طالبان پکې ووژل شول مگر څلورم تن ئې وتښتید .

امریکائې مامورین وائې چې دغه دری واړه وژل شوی افراطیان په افغان او امریکائې قواو باندی د زیاتو حملو مسؤل وو او هم ئې نور ترورستی فعالیتونه تمویلول .

پرون یوه بله نښته چې رپوټ ئې نن ورکړل شویدی، هغه وخت وشوه چې دکندهار ولایت دشنی مینی په سیمه کې طالب یاغیانو د پولیسو په یوه پوسته باندی ډزی وکړی . یو افغان ماموروویل چې د دوشنبی د ورځی په څو ساعته سخته جگړه کې پنځه یاغیان او یو پولیس وژل شوی وو.


XS
SM
MD
LG