د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د تښتول شوي هندي مړئ پیدا شوئ


د افغانستان پولېس وایي چې د دې تښتول شوي هندي قراردادی بې سره مړئ په هماغه ځای کې پیدا شوئ چې طالبانو د جمعې په ورځ ترې تښتولئ ؤ.

د کورنیو چارو د وزارت نطاق په زابل کې د دې سړي مرگ تائید کړئ او وایي چې دا قتل د افغانستان دښمنانو کړئ.

د هند صدر اعظم من مهن سنگهه او د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي دا قتل کلک غندلئ دئ. د هند صدر اعظم د تېرورېزم سره په جگړه کې د یو موټي کېدو غږ وکړ او د مقتول د کورنۍ سره یې خوا خوږي څرگنده کړه.

د طالبانو یوه نطاق وویل چې د مخابراتو دغه کارگرچې سوریانا رانایانا نومېده د طالبانو نه د تېښتې په وخت کې وژلئ دئ. طالبانو په هغه تور لگولئ ؤ چې د امریکایانو جاسوس ؤ او گواښ یې کړئ ؤ چې که ټول هندیان د افغنستان نه ونه وزی هغه به ووژني.

له بلې خوا د هلمند په ولا یت کې د سرک د اړخ په چاود نه کې درۍ افغان پولیس وژل شوي او درۍ زخمي شوي. افغان پوځیان یې ملامتي په طالبانو اچوي


XS
SM
MD
LG