د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیې په افغانستان کی د ناتو په مشري د قواو قوماندانی په غاړه اخیستې ده


برتانیې په افغانستان کی د ناتو په مشري د سولي ساتني د قواو قومانده د ایټالیې نه په داسی حال کی په غاړه واخیستله چی تشدد او جگړو زور اخیستی دی.

د بین المللی امنیت ساتني د قواو ایټالوي قوماندان ډگر جنرال مارو دیل ویچ هیو چی د کار دوره یې ختمه شوې په کابل کی د مراسمو په لړ کی د دغو قواو کنټرول برتانوي ډگر جنرال ډېویډ ریچارډ ته وسپاره.

جنرال ریچارډ وویل چی په افغانستان کی د ناتو قواوي د یاغي طالبانو سره مقابلې ته تیاري دي .

برتانیې ته ددغو تقریبا لس زره قوي سوله ساتونکو عسکرو د واک اختیار سپارل وروسته له هغه کیږی چی د افغانستان په جنوبی ناکرارو سیمو کی چی هلته د طالبانو د را پرځول شوي رژیم باقي پاته غړي زیات فعال دي نور خارجی عسکر هم اچول شوي دي .

ناتو په نظر کی لری چی په افغانستان کی د نومبر تر میاشتي پوری د خپلو عسکرو شمیر ٢١ زره تنو ته ورسوی . ددغو عسکرو په زیاتیدو سره به چی اکثره به یې د افغانستان په ختیځو سیمو کی ځای پر ځای کیږی امریکایی قواو ته موقع برابره شی چی د هغو مبارزینو سره وجنگیږی چی د پاکستان سره په سرحدي سیمو کی فعال دي

XS
SM
MD
LG