د لاس رسي وړ اتصالات

مخ په وده ملکونو کې ډېر ماشومان د تولد په اوله ورځ مري


د ماشومانو د خیر ښېگنې یوه مؤسسه چې مرکز یې دلته په امریکا کې دئ وایي چې په مخ په ده دنیا کې ماشومان د تولد په اوله ورځ مري.

د ماشوم د نجات په نامه دغه مؤ سسه چې بین المللي سویه یې دمیندو او ماشومانو د مړینې په حصه کې نړیوال تحقیق کړئ وایي چې هرکال قریب څلور مېلیونه ماشومان د تولد نه وروسته دمرضونو د لاسه د ژوند په اوله میاست کې مري. ددغو څلورو مېلیونو ماشومانو د جملې نه په سلو کې ٩٩ یې د خواروملکونو دي.

رپوټ وایی چې اکثره دغه ماشومان پداسې مرضونو مري چې علاج یې کېدای شي او البته پدې علتونو کې د مکروبونو اخیستل او کم وزني هم شامله ده.د ماشومانو د نجات په نامه دغه مؤسسه وایی چې په ډېرو آسانه طریقو دغو ماشومانو ته نجات ورکول کېدای شي، مثلآً ماشومانو ته د نازکو خولیو ور پر سر کول چې سرونه یې تاوده وساتل شي او په پاکو چړو د هغوی د نومونو پرې کول.

دا مؤسسه وایي چې په سکاندانیویایي ملوکونو کې د ماشومانو دغه ډول مړینه کمه ده، خو په افریقايي ملکونو کې زیاته ده.

XS
SM
MD
LG