د لاس رسي وړ اتصالات

موټر سایکل سپرو په هلمند کې سړئ وژلئ


د هلمند په ولایت کې د ښځو د چارو په یوه موټر باندې چې دوې ښځینه مامورانې پکې وې د موټر سایکل نه په ډزو کې موټروان وژل شویدئ. دواړې ښځې سختې وېرېدلې وې خو ژوبلې شوې ندي.

ددې حملې ملامتي چا په غاړه نده اخیستې، خو پولس یې په طالبانو ور اړوي.

پرون امریکايي قواو په هوایي بمبارۍ کې چې د پاکستان سرحد ته نږدې په یوه سمڅ وشوه ځلور تنه چې د طالبانو گمان پرې کېږي وژل شويدي

د امریکا د پوځي قواوو یوه نطاق وویل کله چې د افغانستان او امریکا قواوو ولیدل چې یاغیان موټر ته راکټونه خېژوي نو بمباري یې ورباندې وکړه.په څلورو وژل شوو سړیو بر سېره د طالبانو یو سړئ نیول شوئ هم دئ

XS
SM
MD
LG