د لاس رسي وړ اتصالات

یوی عراقی شیعه سیاسی ډلی د عراق د نوی گډ دولت د جوړیدو دپاره د خبرو نه ځان ایستلی دی


یوه عراقی شیعه سیاسی ډله د عراق د نوی گډ دولت د جوړیدو دپاره د خبرو نه وتلی ده او پر نورو ډلو باندی یی انتقاد کړیدی چی د کابینی مهمی چوکی یی په بی عادلانه توگه ویشلی دی .

د فدیحله د پارتی یوه ویاند ، چی د شیعه اوه و ډلو ایتتلاف نه یوه ډله ده ، په بغداد کی خبریالانو ته وویل چی ددوی ډله به په کابینه کی د نورو سره برخه وانه خلی خو په پارلمان کی به پاتی شی .

هغه د اسوشیتد پرس خبری اژانس سره په مرکه کی وویل چی د وزیرانو د ټاکلو پروسه د خود خواه کسانو په لاس د خپلو خپلو گټو د ترلاسه کولو دپاره کیده .

تر دی دمخه عراقی سیاستمدارانو وویل چی د ملی یووالی په گډه غونډه کی دا اختلاف د تیلو د وزیر پر ټاکلو پیل شو چی په نتیجه کی به یی نوی حکومت هم جوړ شی.

ټاکل شوی وه چی د عراق صدراعظم نوری ال مالکی خپله نوی کابینه د پنجشنبی په ورځ اعلان کړی وای او پارلمان ته یی د منظوری دپاره وړاندی کړی وای .

متحده ایالات وایی د عراق د نوی گډ دولت جوړیدل په هغه هیواد کی د ثبات او امن د راوستو دپاره تر ټولو مهم گام دی .

XS
SM
MD
LG