د لاس رسي وړ اتصالات

ېوی سخت درېځی سنی اسلامی ډلی د دولس کسانو داعدامولو مسولېت په غاړه اخېستی دی


اېران وایی چې ېوی سخت درېځی سنی اسلامی ډلی دهغو دولس کسانو داعدامولو مسولېت په غاړه اخېستی دی چې په جنوب ختېځ اېران کې وژل شوی وو.

د اېران د مطبو عاتو رپوټونه دېو پولېس له قوله وایی چې ېوه ډله چې د جندالله په نامه ېادېږی د شنبی په ورځ ناوخته ېې دهغی حملی مسوولېت په غاړه واخېست چې داېران، افغانستان او پاکستان سره سرڅد ته نېژدی ېې کړې وه.

داېران تلوېزېون سوځېدلی موټران او د قر بانېانو اجساد وښودل چې لاسونه ېې تر شا تړل شوی وو.

داېران دولتی تلوېزېون د عېنی شاهدانو له قوله وایی چې نامعلومو برېد کوونکو د کرمان او بام د ښارونو ترمنځ لوېه لار باندی څلو ر موټران د شنبی په ورځ ناوخته ودرول. دموټرانو سورلی ېې ووژلې او موټرانو ته ېې اور ور واچاوه. په دغه وسله وال برېد کې ېو ځوان هلک زخمی سوېدی.

داېران چارواکی وایی داسی فکر کېږی چې جندالله د افغانستان له جنوب لوېدېځی برخی نه عملېات کوی. وایی چې دې ډلې ېو شمېر نور د مرگ ژویلی عملېات هم کړیدی چې په هغو کې د مارچ په مېاشت کې د ٢١ کسانو وژل هم شامل دی.


XS
SM
MD
LG