د لاس رسي وړ اتصالات

په قندهار کی د طالب یاغیانو او امنیتی قواو په جگړه کی یولس یاغیان وژل شوی


افغان چارواکی وایی چی د یکشنبی په ورځ په قندهار کی د طالب یاغیانو او امنیتی قواو په جگړه کی یولس یاغیان وژل شوی چی دوه پکی د طالبانو قوماندانان هم دی

دغه چارواکی وایی چی د غه جگړه چی د پنجوایی په ولسوالئ کی شویده د حکومت پینځه عسکر هم پکی مړه شویدی . ‏حکومتی قواو ته اطلاع رسیدلی وه چی دغلته طالبان پټ دی. دغی خونړئ جگړی څو ساعته دوام درلودو.

د قندهار د ولایت یو ویاند داود احمدی ویلی دی چی په دی جگړه کی دوه طالب قومندانان وژل شوی . چی یویی ولایتی مشر ملا عبدالباقی او بل یی د ولسوالئ مشر ملا عبدالمنان و.

دغه نطاق ویلی دی چی ملا منان په گڼو حملو کی ککړ وو او ده د ځینو سرتیرو حملو پلانونه هم جوړ کړی وو.

XS
SM
MD
LG