د لاس رسي وړ اتصالات

د بلغاریا حکومت  افغانستان  ته د اویا نورو  عسکرو د  لیږلو مسله منظور کړه 


د بلغاریا حکومت افغانستان ته د اویا نورو عسکرو د لیږلو مسله منظور کړه تر څو په کابل کی د هوایی ډگر د امنیتی چارو مسولیت په غاړه واخلی او پدی سره به د بلغاریایی عسکرو شمیر دوه چنده شی.

د ا نوی عسکر به د جولای په پنځلسمه نیټه ،د هغوی د ماموریت د وخت نه مخکی چی ټاکل شوی وه په اگست کی د کابل په هوایی ډگر کی پیل شی افغانستان ته ورسیږی. ددوی د ماموریت دوره به د دسمبر تر میاشتی پوری دوام وکی. دا عسکر د ناتو په مشری د سوله ساتو نکوقواو برخه گرځی .

ناتو د سوله ساتونکو قواو قومانده په دوه زره دریم میلادی کال کی په لاس واخیسته .

او ناتو اوس پلان لری چی په افغانستان کی د خپلو عسکرو شمیر زیات کی او ددی تر څ دا پلان هم لری چی د خپلو عملیاتو ساحه هم د شمالی او مرکزی برخو نه نیولی تر جنوبیاو شرقی برخو پوری ،ټول افغانستان ته پراخه کړی .

XS
SM
MD
LG