د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ په افغانستان کي د ملکي کسانو پر کورنو باندي د خپلي هوايي حملې دفاع کوي


د متحده ایالاتو اردو وايي د افغانستان په جنوب کي پر یوه کلي باندي د ایتلافي قواو په یوې هوايي حمله کي د لږترلږه ښپاړلسو تنو ملکي کسانو وژل موجه وو ځکه له همدې کلي څخه پر امریکایې عسکرو باندي ډزي وشوې او هغوي مجبوره وو چي د ځان دفاع وکړي.

د امریکا د پوځ ویاند، ډگروال ټام کولینز، په کابل کي نن د چهارشنبې په ورځ وویل وروسته له هغه چي ددغه کلي له کورونو څخه طالب یاغیانو پر امریکايي عسکرو ډزي وکړې، امریکايي عسکرو د متقابلي حملې حق درلود. هغه وویل امریکايي قوه پدې نوه خبره چي پدې کورونو کي ملکي کسان هم وه.

دا هوايي حمله د یکشنبې په ورځ ناوخته د کندهار په ولایت کي د یوې جگړې په ترڅ کي وشوه.

د افغانستان جمهورریس، حامد کرزی، د ایتلافي قواو قومندان ورغوښتی دی چي د ملکي خلکو تلفات روښانه او توضیح کړي.

په عېن حال کي، د افغانستان د اردو یو جنرال، رحمت الله روفي، د چهارشنبې په ورځ وویل د اورزگان په ولایت کي د سې شنبې د ورځي په نښتو کي شپېته تنه طالبان او لږترلږه څلور افغان پولیس وژل شوي دي، او لږترلږه درې افغان عسکرټپي شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG