د نړۍ د روغتیا مؤسسه وایی چی په افغانستان کی به په ملیونونو خلک د لوږي سره مخامخ سی او که دغه مؤسسه ٣١ ملیون ډالره دې کارته تر لاسه نه کړی نو دغه په جنجالونو اخته هیواد به نور هم پسې نا آرامه سی .
د ملگرو ملتو دغي مؤسسې نن د بسپنه ورکونو هیوادونو نه وغوښتل چی ددې تضمین وکړی چی په افغانستان کی د خوراکي موادو د مرستي پروگرام ددې کال په پاته برخه کی هم دوام وکړی .
د خوراکی موادو مؤسسه وایی چی د بشري مرستو ددې پیسو پرته به دوه نیم ملیون افغانان د ژمي په ډیر یخ موسم کی د سختي لوږي سره مخامخ وی .