د لاس رسي وړ اتصالات

دجمعې دورځی په عملیاتو کې چې دهلمند په ولایت کې شوی وو، پنځه تنه افراطیان وژل شویدی


په افغانستان کې دامریکا پوځی مقامات وائې، دائتلاف قواوپه هغه حمله کې چې دهیواد په جنوب کې ئې دیاغیانو دروزنی په یو کمپ باندی وکړه، دطالبانو دلوړ رتبه مشرانو په شمول پنځه افراطیان وژلی دی.

پوځی مقاماتو په یوه بیانیه کې وویل، دغه حمله پرون ناوخته دهلمند په ولایت کې دپاکستان سرحد سره نژدی شوی وه . په دغه بیانیه کې دافراطیانو هویت ندی څرگند شوی مگر وائې، دوی هغه کسان وو چې دائتلاف دقواو او ملکی کسانو په خلاف ئې حملی کولی .

دجمعی دورځی حملی دهغو حملوپه لړکې وروستی ‏حملی دی چې دامنیتی قواو او یاغیانو ترمنځ شویدی . نظامی ماموران وائې، دروانی میاشت دنیمانی نه راپدی خوا څلورسوه کسان چې اکثرئې یاغیان وو وژل شویدی .

XS
SM
MD
LG