د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیی یو لوړرتبه مامور ایران ته ځی  تر څو هلته د غرب سره د ایران د ذروی پروگرام د جنجال په باب خبری وکړی


محلی اژانسونه رپوټ را کوی چی د روسیی د ملی امنیت د شورا ریس ایگور ایوانوف به د خپل دوه ورځنی سفر په دوران کی د ایران د ذروی چارو منځگړی علی لاریجانی سره د ایران د ذروی پروگرام د جنجال د ختمولو په باب خبری وکړی .

د ملگرو ملتونو پنځه دایمی غړی او جرمنی پدی کار کوی چی ایران دیته را وهڅوی چی خپل ذروی پروگرام چی پکی یورانیم غنی کوی بند کړی .

دا ډله پدی هم غور کوی چی که ایران د دوی وړاندیزونه ونه منی نو څه ډول اقتصادی بندیزونه پی ولگول شی .

متحده ایالات ویلی دی چی دیته علاقه نلری چی د ایران سره یو په یو مستقیمی خبری وکړی او دا کار یی خپلو اروپایی ملگرو ته پری ایښی دی .

خو د نیو یارک تایمز دورځپاڼی په یوه رپوټ کی چی نن خپور شو ویل شوی چی د امریکا د خارجه چارو وزیره کاندو لیزا رایس د خپلو لوړ رتبه همکارانو سره د ایران په باب او د ایران سره د مستقیمو خبرو د احتمال په باب بحث کوی .

XS
SM
MD
LG