د لاس رسي وړ اتصالات

دهلمند په ولایت کې دڅلورو پولیسانو مړی پیدا شویدی


افغان مامورین وائې، دهغو درو پولیسانو جسدونه پیدا شویدی چې سرونه ئې غوڅ شوی اودجمعی په ورځ ورک شوی وو.

دوی وائې، دغه پولیسان دهلمند په ولایت کې ورک شوی وو.

افغان مقاماتو ددی قتل تور په طالب جنگیالیو لگولی دی . پولیسانو دافغانستان په مرکزی سیمه کې دغزنی په ولایت کې په یوه نښته کې څلور تنه افراطیان وژلی دی .

افغان مامورین وائې، دغه جگره پس له هغې ونښته چې افراطیانو دپولیسو یو موټرته نژدی یو بم وچاودید او څلور پولیسان ئې زخمی کړل .

په افغانستان کې مامورین وائې، څلورسوه کسان چې اکثره ئې یاغیان دی ،دمی دمیاشتی دنیمائې راهیسی چې ناکراریو زور اخیستی ، وژل شویدی .

XS
SM
MD
LG