د لاس رسي وړ اتصالات

د ایتلاف قواو د هلمند په ولایت کی د طالب یاغیانو په یوه غونډه باندی بمباری کړیده


افغانی مقامات وایی چی د امریکا په مشرئ د ایتلاف قواو د هلمند په ولایت کی د طالب یاغیانو په یوه غونډه باندی بمباری کړیده چی د طالبانو مهم مشران پکی وژل شویدی.

د هلمند د والی معاون امیر محمد اخوندزاده وایی چی د دوشنبی د ورځی دا بمبار هغه وخت وشو چی کله د طالبانو جنگیالی او ددوی قوماندانان د سهار لخوا یو مجلس ته راغونډ شوی وو.هغه ویلی دی چی بمبارئ کی قریب ٥٠ یاغیان وژل شویدی.

د دوشنبی د ورځی دا بمبار د ایتلافی قواو او د یاغیانو ترمنځ د شو حملو او نښتو تازه مثال دی.

د دی جمعی په ورځ هلمند کی ایتلافی قواو د یاغیانو د روزنی په یو مرکز شوی یوی حمله کی د طالبانو پینځه تنه چی مهم مشران هم پکی شامل وو وژلی وو.

افغانستان کی نظامی مقامات وایی چی د میی د میاشتی د نیمایی نه پس شوو پیښو کی قریب څلور سوه تنه وژل شوی چی زیاتره یی یاغیان دی.


XS
SM
MD
LG