د لاس رسي وړ اتصالات

په غزنی کی د یوی مدرسی مخی ته چادونه شوی


د افغانستان په غزنی ولایت کی چارواکی وایی چی د غه ولایت کی د یوی مدرسی مخی ته چادونه شوی او په دی کی دری تنه مړه او اته تنه نوری یی ژوبل کړیدی، په دی باب نور تفصیلات لا نه دی تر لاسه شوی

بلخوا

افغان مامورین وایی چی نن یوه سرتیری بم چونکی د امریکا په رهبرئ کاروان باندی موټر بم وروست او بم یی وچاوه.

دی چاودنه کی لږ تر لږه د ایتلاف دوه تنه عسکر ژوبل شول. دغه حمله د خوست ولایت کی شوی .

دغه نظامی کاروان په خوست کی د امریکایانو د نظامی کمپ سیلرنو په شمال کی روان و چی حمله پری وشوه

د امریکا یوه نظامی بیانیه وایی چی د دوی دوه ژوبل عسکر د تداوئ دپاره روغتون ته رسول شویدی. او دریم عسکر یی ډیر لږ ژوبل شویدی.

یاغی طالبانو په دی وروستیو میاشتو کی د افغانستان په جنوب کی د بم سرتیرو حملو ته زور ورکړیدی ، خو د ملک په ختیځه برخه کی یی هم څو حملی کړیدی

XS
SM
MD
LG