د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کی امریکایی قواو د القاعدی یو مشرالزرقاوی وژلی دی


په عراق کی د امریکایی قواو په هوایی حمله کی په هغه ملک کی د القاعده مشر الزرقاوی چی د څو کالو حملو ، بمونو چولو او د خلکو د سرونو د غوڅولو مسئولیت پر لگیدلی وژل شوی دی .

د عراق صدراعظم نوری المالکی په عراق کی د امریکا د نظامی قواو د قوماندان جنرال جورج کیسی او سفیر ځلمي خلیل زاد سره یو ځای په خبری کنفرانس کی د زرقاوی مرگ اعلان کړ .

د عراق صدراعظم وویل چی په دې حمله کی چی باقبه ته نژدې په هغه کور باندی وشوه چی زرقاوی او ملگري یې ورسره وو د هغه اووه نژدې ملگري هم وژل سوي دي .

جنرال کیسی وایی چی زرقاوی دده د خپل تروریستي سازمان د څو تنو مهمو غړو له خوا غولیدلی و . جنرال کیسی وایی چی د زرقاوی هویت د گوتي د نښي ، دبدن د لکو او د هغه د څېرې نه معلوم سوی دی .

د امریکا د اردو له خوا وروسته هم د هغه په باب معلومات ورکړه سول او د هغه د مړي عکس وښودل سو .

په عراق کی القاعدې هم د زرقاوی مرگ تایید کړی دی او په انټرنیټ کی یې ویلی دی چی هغه په شهادت ورسید .


XS
SM
MD
LG