د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی پولیس د یوی سنی منع شوی اسلامی تندروی ډلی شپږ تنه غړی نیولی دی


پاکستانی پولیس وایی چی دوی د یوی سنی منع شوی اسلامی تندروی ډلی شپږ تنه غړی چی نیت یی درلود د شیعه گانو پر جومات باندی د بم سر تیری حمله وکی نیولی دی .

پولیسو نن د جمعی په ورځ سهار وختی د پنجاب د ایالت د رحیم یار خان په نوم یوه لری پرته کلیواله سیمه کی چی دا شپږ تنه پکی پټ شوی و ناڅاپی حمله وکړه او گفتار یی کړل.

دوی دا هم وایی چی ددی کسانو سره یی چاودیدونکی مواد او دری کمربندونه چی چاودیدونکی مواد پکی ځای په ځای شوی و نیولی دی .

پولیس وایی دوی په رحیم یار خان کی د شیعه گانو یو جومات په نښه کړی و چی سر تیری حمله پی وکی نو په همدی وخت کی ونیول شول.

سر تیری بم چونکی هم پدی شپږو تنو کی شامل دی .

ویل کیږی دا ټول شپږ کسان د اسلامی تندروی ډلی لشکر جنگوی ډلی چی په یو دپاسه دوه زرم کی منع اعلان شوی ده غړی دی .

د پاکستان شیعه او سنی اکثریت خلک یو بل سره په سوله کی ژوند کوی خو د دواړو خواو نه تندروه کسان بیا غواړی دی اورته لمن ووهی او د تیری لسیزی په جریان کی دی دهشت گریو په زرهاو کسان وژلی د ی.

XS
SM
MD
LG