د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران یو لوړ رتبه تندروه ملا وایی ایران دی د یورانیمو د غنی کولو پروگرام ته دوام ورکی


د ایران یو لوړ رتبه تندروه ملا وایی که څه هم چی دنړی طاقتور ملکونو ایران سره د یورانیمو د غنی کولو دحساس پروگرام د بندولو په بدل کی د امتیازاتو ژمنه کړی خو ایران دی باید خپل دی پروگرام ته دوام ورکی .

ایت اله احمد جنتی د جمعی د ورځی د نمانځه په وخت وویل چی دا امتیازاتو وړاندیزددی طاقتورو ملکونو په گټه دی نه د ایران!

ایت اله جنتی د شورای محافظ د ډلی مشر دی . دا هغه شورا ده چی د حکومت او پارلمان تر منځ کار کوی .

د ملگرو ملتونو د ذروی انرژی اداری په هغه رپوټ کی چی د پنجشنبی په ور ځ خپور شو وویل چی لدی سره سره چی د نړی غټو ملکونو تهران سره د مرستو او امتیازاتو پیشنهاد کوی ، هغه هیواد پدی اونی کی د یورانیمو د غنی کولو بل نوی پړاو پیل کړ.

متحده ایالات وایی که ایران غواړی چی ورته امتیازات ورکړ شی او پی اقتصآدی بندیزونه ونه لگول شی نو خپل دا پروگرام دی بند کړی او څو اړخیزو خبرو ته دی کینی.

XS
SM
MD
LG