د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان غواړی محلی قبائلیان استخدام کړی چې دامنیت په ټینگولو کې مرسته وکړی


دافغانستان جمهوررئیس حامدکرزی وائې، حکومت غواړی چې دهیواد په ناارامه جنوب او ختیځ کې محلی قبائلیان استخدام کړی چې دیاغی طالبانو سره په جنگ کې مرسته وکړی .

ښاغلې کرزی نن په کابل کې دختیځوولایتونو دقبائلی مشرانوسره دخبروپه ترڅ کې وویل،دغه کسان به دکورنیوچارو وزارت استخداموی اوپولسان به تقویه کړی چې دسیمی دخلکوژغورنه په ښه شان وکړی .

دښاغلی کرزی نطاق کریم رحیمی دغه قطعات دټولنی پولیس وبلل. ښاغلې کرزی دمطبوعاتو رپوټونه ردکړل چې دمیلشو په جوړولو باندی غورکوی اووائې، حکومت مازی غواړی چې ولسوالې تقویه کړی څو دوی دترورستانو دحملونه وژغوری .

طالبانو دافغانستان په جنوب کې دناټو دعسکرو دځای په ځای کولو نه دمخه حملوته زورورکړیدی . ناټوبه بله میاشت په دغه سیمه کې امنیتی مسولیت په غاړه واخلی .

XS
SM
MD
LG