د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کی د بم په چاودنه کی لس کسه وژل شوي


په کندهار کی د امریکا نظامي اډې ته نژدې د بم په چاودنه کی لس افغانان وژل شوي دي .

نن په کندهار کی په یوه بس موټر کی چی افغان کار کونکي یې د امریکا یوې نظامی اډې ته خپلو کارونو ته رسول د بم زوروره چاودنه شوې چی لږ تر لږه ١٠ کسه په کی وژل شوي او ١٥ تنه زخمی شوی دي .

افغان پولیس وایی بم په یوه کوچني بس موټر کی پټ ایښودل شوی واو موټر د کندهار هوایی میدان ته چی د امریکا په مشري قواوي یې ساتي روان و . دغي قوی چاودني خپله بس موټر او هغه ته نژدې څو دوکانونه تباه کړی دي .

دا ښکاره ده چی ددې چاودني هدف هغه افغانان و چی د بین المللی قواو سره کار کوی . نظامی مامورین وایی چی دوی فکرکوی چی دا کاریاغی طالبانو کړی دی .

تقریبا لس زره افغان او ائتلافي عسکر په دې هفته کی د افغانستان جنوبي سیمو ته لیږل شوي دي چی د یاغیانو په مقابل کی چی په دې تازه شپو ورځو کی یې حملې زیاتي شوي دي ، غټي حملې ته ځانونه چمتو کړی .

XS
SM
MD
LG