په افغانستان کې دامریکا نظامې ماموران وائې، ائتلافی قواودهیواد په جنوب کې لږترلږه څلویښت تنه یاغیان وژلی دی .
نظامی ماموران وائې، دغه یاغیان د پکتیکا دولایت چې دپاکستان سره سرحد لری، په لیرو پرتوسیموکې دعملیاتو په وخت کې وژل شویدی .
دغه حمله دهغو تعرضی عملیاتو یوه برخه ده چې په سیمه کې دچهارشنبی په ورځ پیل شویدی . دغرنی اعتماد او مسؤلیت په نوم دغه تعرضی عملیات د یود پاسه د دوه زرم کال نه راپدی خوا چې د طالبانورژیم پکې راوپرزول شو، ترټولو پراخ عملیات دی .
څه دپاسه لسو زرو افغان او د ائتلاف عسکرو د جنوبی په څلورو ولایتونو کندهار، هلمند، ارزگان او زابل کې چې د طالبانو عنعنوی مرکز وو، په عملیاتو لاس پوری کړیدی .
طالبانو دپنجشنبی په سهار د کندهار په ښارکی د بس سرویس په تم ځای کې د بم د چاودنی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی چې لږترلږه اته تنه پکې ووژل شول اوپنځلس تنه نورټپیان شول .