د امریکا پوځی مقامات وائې ، ائتلافی قواو پرون د افغانستان په جنوب کې د یاغیانو په یوکمپ باندی د حملی په وخت کې څلویښت طالبان ووژل .
د پوځ نطاق ډگرمن ( پال فتز پیټریک ) نن وویل ، ائتلافی قواو ترهغې پوری انتظار وویست ترڅو پنځوس طالبان د حملی نه د مخه دغه کیمپ ته ننوتل .
نطاق وویل ، دغه کمپ ته چې د ارزگان په ولایت کې و، سخت تاوان اوښتی دی او ددی پیشگوی کیده چې اکثره هغه یاغیان وژل شوی وو چې حاضروو.
له بل پلوه د امریکائې پوځ اعلامیه وائې ، پرون د ائتلاف د قواو دوه تنه عسکر هغه وخت ووژل شول چې د کونړ په ولایت کې چې د پاکستان سره سرحد لری ، د دوی موټر د سرک د غاړی په بم وخوت .پوځ د وژل شوو عسکرو په باب څه ونه ویل چې دوی د کوم ملک دی .
د امریکا په مشری قواو د چهارشنبی په ورځ تعرضی حمله پیل کړیده چې تقریبآ لس زره افغان او د ائتلاف عسکر پکې برخه لری .