د لاس رسي وړ اتصالات

په کال ٢٠٠٣ کي یو چینایي اصلاً د چرگانو د ناورغۍ په وجه مړ شوی وو


په بېجنگ کي یوه ډله ساینس پوهان وايي یو چینایي سړی چي گومان کېده په کال ٢٠٠٣ کي د سارس په مرض اخته وو اصلاً د چرگانو د ناورغۍ په وجه مړ شوی وو.

پدې ترتیب، دا واقعه دوه کاله پخوا له هغه څخه شوې وه چي چین د روغتیا نړیوالي موسسې ته په بنيادمانو کي د چرگانو د ناورغۍ خبر ورکړی وو.

دا ساینس پوهان د نیو انگلېنډ طبي ژورنال ته پخپل لیک کي د هغه ٢۴ کلن سړي قضیه بیانوي چي په کال ٢٠٠٣ کي د سکاوي او د تنفس د نورو امراضو له کبله مړ شوی وو. ددې سړي د ناروغۍ علایم د سارس مرض ته ورته وو، او د همدې ناروغۍ لپاره یې معاینات شوي وو، خو د معایناتو نتیجه منفي ښکاره شوې ده.

دا ساینس پوهان وايي ددغه سړی د سږي معاینات د مرغانو د مرض علایم لري، او وروستیو معایناتو وښوده چي هغه د هیچ پنځه این یو ویروس درلود.

په عین حال کي، یوه ساینس پوه لدې مجلې څخه غوښتي چي دا رپورت خپور نه کړي، خو پدې باره کي یې هیڅ دلیل ندی ذکر کړی.

XS
SM
MD
LG