د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزی : د طالبانو د پرزیدلی رژیم  باقی پاتی عناصرد حکومت د پاره هېڅ خطرنه دی متوجی کړئ


د امریکا یی تلویزونی شبکی سره د خبرو په وخت ویلی دی چی طالب یاغیان په مکتبونو او ملکی خلکو باندی حملی کوی او د وی قوت د افغانستان د عسکرو سره هېڅ برابئ نه لری.

د افغانستان فوځ او د امریکا په مشرئ د ایتلاف قواوی دا وخت د افغانستان په جنوبی برخو کی پراخه عملیات شروع کړیدی.

افغان اولس مشر د طالبانو په پټ شوی مشر ملا عمر باندی انتقاد کړیدی او وایی چی پخپله په گمنامئ کی ورک دی او د افغانستان په حکومت د حملو اعلانونه کوی.

نن د پاکستان یو شخصی تلویزون د اسی یو اډیو ټیپ خپور کړی چی وایی د ملا عمر غږ دی او وایی چی یاغیانو د افغانستان په یوه پراخه ساحه واک تر لاس کړیدی. خو یو نفر چی ځان یی د طالبانو ویاند معرفی کړی وایی چی دا غږ د ملا عمر نه دی.

XS
SM
MD
LG