د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا خارجه وزیري د افغانستان سره د اوږدې مودې تعهد بیا تکرار کړ


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري، کانډا لییزا رایس د افغانستان سره د امریکا ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړ او وايي د افغانستان دښمنان به کامیابه نه شي.

میرمن رایس چهارشنبې په ورځ د جمهورریس حامد کرزي سره په کابل کي تر خبرو وروسته وویل د نړۍ مشترکو دښمنانو خپل تاکتیکونه بدل کړي دي، خو بین المللي ټولنه هم ددې جگړې د گټلو لپاره په نویو ستراتیژیو پسې گرځي.

مېرمن رایس پداسي وخت کي افغانستان ته سفر کوي چي په هغه هیواد کي د طالبانو د راپرځېدو راپدې خوا د طالبانو پر خلاف ستر پوځي عملیات روان دي.

د متحده ایالاتو دې عالي رتبه دپلوماتي ښاغلي کرزی وستایه، او هغه یې د نړۍ د خورا محترمو مشرانو له جملې څخه وباله. میرمن رایس، دغه راز، د افغانستان د دیموکراتیک نظام پر مختگ هم وستایه.

میرمن رایس د سې شنبې په ورځ په پاکستان کي وه، او هلته یې د جمهورریس پرویز مشرف پر حکومت ږغ وکړ چي د تروریزم پر خلاف مبارزه د افغانستان حکومت سره یو ځای او په گډه مخته بوزي.

XS
SM
MD
LG