دافغانستان دبهرنیو چارووزیررنگین دادفرسپانتا نوی ډیلی ته رسیدلی دی. ښاغلې سپانتا نن دهند دصدراعظم من موهن سنگه اودبهرنیوچارودکشروزیر انند شرماسره خبری وکړی .
دواړه خواوی غواړی چې قوی دوه اړخیزروابط ولری. دوی دامنتی موضوعاتو او دجنگ ځپلی افغانستان دبیاودانولولپاره دهند دنوری زیاتی احمتالی مرستی په باره کې خبری وکړی .
هند په خپله وعده بیا ټینگاروکړچې دافغانستان په اقتصادی بیارغونه کې مرسته کوی .
دهند ماموران وائې، نوی ډیلی ښاغلی سپانتا ته داخبره هم وکړه چې دابه دیوباثباته او ډیموکراتیک افغانستان په بیا اباد لوکې کومک وکړی .
هند لاپخوا دافغانستان سره (٦٥٠ ) میلونو ډالرو مرسته کړیده. دغه پیسی به په بنسټی کارونو، عامی روغتیا او پوهنی باندی لگول کیږی .
دغودواړو ملکونو په هغو لارچاروباندی هم خبری وکړی چې کیدای شی دهغې له مخی دتروریزم سره جگړه وکړی .
گمان کیږی چې نوی ډیلی په افغانستان کې دهندی کارگرو دژغورنی موضوع هم راپورته کړیده . داپریل په میاشت کې مشکوکو طالبانو یوهندی انیجینرپه افغانستان کې وژلی و.
هند ته دښاغلې سپانتا دمی دمیاشتی نه راپدی خواچې دبهرنیو چارو وزیرشویدی دا لومړی سفردی .