د لاس رسي وړ اتصالات

په یوویډو ټئپ کې زرقاوی ستائل شویدی


په یو نوی ویډو ټائپ کې چې ادعا کیږی دالقاعدی دترورستی شبکی دمشر اسامه بن لادن وی، په عراق کې دالقاعدی مقتول مشر زرقاوی ستائل شویدی. زرقاوی دروانی میاشتی په سرکې دامریکا او عراق په گډ نظامی عملیاتو کې ووژل شو.

د دغه ټائپ صحت چې نن سهار داینټرنټ له لاری خپور شویدی سمدستی نشی تائیدیدلی.

په دغه ټائپ کې چې چا خبری کړیدی، د بن لادن خبرو ته ورته دی، زرقاوی دجهاد دزمری په حیث ستائل شویدی او هغه شهید بلل شویدی.

ویاند له جمهوررئیس بوش نه غوښتی دی چې دزرقاوی مړی دهغه کورنی ته ورکړی او خبرداری ورکړچې جنگ به دامریکا او دامریکا دمتحدینو په خلاف روان وی .

هغه داخبره هم وکړه چې زرقاوی څرگند هدایتونه ورکړیدی چې په عراق کې اشغال گرو قواو په خاصه توگه دامریکایانو او هغه چا په خلاف جنگ وکړی چې ددوی مرسته کوی .

په دغه ویډو کې د بن لادن عکس دزرقاوی دعکسونوسره چې په پخوانیو ویډو ټائپونو کې ښودل شوی وو، وښودل شو.


XS
SM
MD
LG