د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ېو پوهنتون کې څو تنه شاگردان د بم په چاودنه کې زخمېان شوېدى


د افغانستان پولېس وايي نن د دوشنبى په ورځ ېو بم دهرات ولاېت په پوهنتون کې چاودلى دى او لږ تر لږه اته تنه شاگردان ېې زخمېان کړېدى. د افغانستان لوېدېزى برخى تر اوسه پورى ارامې وې.

ېو بل رپوټ وايي چې د خوست په ولاېت کې نن ددوشنبى په ورځ ېو تن چې د ېاغى گومان پرې کېده هغه وخت و وژل شو چې له چاودونکېو موادونه ډک ترموس ېې وچاودېده. په دې چاودنه کې ېو لاروى هم زخمى شوېدى.

دامرېکا د پوځ چارواکى وايى د افغانستان په جنوبى برخو کې د ېکشنى په ورځ ېو هېلېکوپټر ېو څو شېبى وروسته له هغه نه ټکر وکړ چې د کندهار له هوايي مېدان نه ېې پرواز وکړ. له غورځېدونه وروسته ېې ېو تخنېکى مامور وژلى او بل ېې زخمى کړېدى. چارواکى وايى د اې اېچ اپاچي هېلېکوپټر چاوېستلى نده. مگر د پېښى د عواملو د پېدا کولو لپاره تحقېقات روان دى.

داېتلاف قواوې په افغانستان کې د طالبانوخلاف په ډېرو سترو تهاجمى عملېاتو بوختى دى. رپوټ وايي دا عملېات له ٢٠٠١ مېلادى راهېسى چې د طالبانو رژېم را پرزېدلى دى تراوسه پورى سابقه نلرى. د اتهاجمى عملېات د تېرى مى د مېاشتى راهېسى پېل شوېدى او د اېتلاف او افغان قواو لس زره عسکر پکى برخه لرى. ېو رپوټ د افغان او اېتلاف د چارواکېو له قوله وايي چې د شنبى او ېکشنبى په ورځو باندى د هېلمند په ولاتې ک شل تنه طالب جنگېالى وژل شوىدى. همدارنگه د ېکشنبى په ورځ د بر تانېې دوه تنه عسکر دهېلمند ولاېت د سنگېن په ولسوالى کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG