د لاس رسي وړ اتصالات

د مرغانو مرض بل هلک په اندونېزیا کې وژلئ


نړیوالې روغتیایي مؤسسې نن په اندونېزیا کې د مرغانو په مرض د یوه هلک مرگ تائید کړیدئ. دا مؤسسه وایي هغه هلک چې تېره میاشت مړ شوئ ؤ اصلاً د مرغانو مرض وژلئ ؤ.مقاماتو وویل چې دغه هلک د جون په شپاړسمه په جاواکې مړشو.گمان کېده چې هغه د ناروغو چرگانو سره سروکار درلود.

ساینس پوهانو د کال ٢٠٠٣ راهیسې په آسیا کې څه باندې ١٢٠ تنه تشخیص کړې چې د مرغانو په مرض مړه شویدی. عالمان اندېښمن دي چې که دا مرض د انسان نه انسان ته خپور شي نو عال گیره تباهي به راولي.

نړیوالې روغتیایي مؤسسې د جون په میاشت کې وویل چې د اندونېزیا په هغې کورنۍ کې چې یو شمېر غړي یې د مرغانو مرض ووژل دوی یې ېو د بل نه نیولی وو. خو طبیبان وایي چې ددې کورنۍ د اتو غړو نه چې اوه یې پدې مرض مړه شول د مرض دغه ډول خاص ویروس هم دکورنۍ د اوم مړي سره مړ شو.

XS
SM
MD
LG