د لاس رسي وړ اتصالات

دکشمېر سرحد ته نېژدى نهه  تنه ووژل شول


دهندى کشمېر چارواکى وايى د حکومت د قواو او اسلامىسر تېرو تر منځ جگړو کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوېدى.

دهند امنېتى چارواکي وايي د کشمېر په سرېنگر کې چې د هند تر ولکى لاندى ده د شپې له خوانه په ېوه نښته لږ تر لږه دوه سر تېرى وژل شوې او او ېو عسکر زخمى شوىدى.

چارواکو نن ددوشنبې په ورځ ووېل د ېکشنبى په ورځ ناوخته جگړه هغه وخت ونښتله چې عسکر و د سر تېرو د پټېدو پر ېو ځاى باندى حمله وکړه. د ټولى شپې په دغه جگړه کې ېو عسکر ووژل شو او دوه تنه نور زخمېان شول. په همدى جگړه کې دوه تنه چې گومان کېږى سر تېرى به وى هم ووژل شول. رپوټ وايي په دې نېژدى ورځو کې ېو څو تنه سر تېرى چې کوشش ېې کاوه د کشمېر دکنټزول له کرښى نه هند ى کشمېر ته واوړى وژل شوېدى.

رپوټ وايى د ېکشنبى په ورځ د حکومت عسکر و څلور تنه سر تېرى هغه وخت ووژل چى هغوى کوشش وکړ چې له پاکستانى کشمېر نه د باره مولا په سمېه کې هند ى کشمېر ته ور واوړى.


XS
SM
MD
LG