د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی وایی چی نړۍ باید د تروریزم په باب خپله مفکوره بدله کړی


د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وایی چی نړۍ واله ټولنه باید چی د تروریزم سره د خپلي جگړې په باب له سره غور وکړی ځکه چی په هغې کی د تروریزم په اصلي عواملو باندی فکر نه دی سوی .

ښاغلي کرزی خپل دا نظر په جاپان کی د برتانیې فایننشل ټایمز ته څرگند کړ . هغه پرون هلته په افغانستان کی د غیر قانونی ملیشو د بې وسلې کولو په یوه غونډه کی برخه اخیستې وه .

ښاغلی کرزی وایی چی د تروریزم ریښې د افغانستان نه دباندی دي او اصلي توجه باید هغو ملکونو ته وسی چی تروریستان په کی روزل کیږی او پیسې او وسلې ورکول کیږی . هغه د پاکستان نوم وانه خیست مگر پخوا یې په هغه ملک باندی تور لگولی و چی په خپله خاوره کی تروریستان ساتی او هغوی ته روزنه ورکوی چی دا تور د اسلام آباد له خوا رد شوی دی .

د افغانستان مشر نن په امپراتوری ماڼۍ کی د جاپان د امپراتور اکی هیتو سره وکتل . امپراتور دا هیله څرگنده کړه چی ښاغلئ کرزی به وکړاسی په افغانستان کی په ډیرو ستونزو باندی بریالی سی او د هغه ملک د بیا رغوني چاري په آرامۍ سره ترسره سی .

XS
SM
MD
LG